د بريتانيې د بهرنیو چارو وزير په رسمي سفر چين ته ځي
CMG2023/08/29 16:41:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۲۹ مې نېټې يو خبري ناستې ته ويلي، چې د بريتانيې د بهرنيو چارو وزیر جېمس کليويرلي به د چين د کمونېست ګوند د سياسي بيورو غړي او بهرنیو چارو وزير وانګ يي په بلنې د اګست په ۳۰ مې نېټې په رسمي سفر چين ته ولاړ شي.

وانګ ون بين ويلي، چې چين او بريتانيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو او د نړۍ د مهمو اقتصادونو په توګه ګډ مسئوليت لري، چې د نړۍ سوله، ثبات او پرمختګ وساتي او په وينا يې، خپلمنځي ښې اړيکې يې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره مطابقت لري. 

نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې به د خپلمنځي اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.

وانګ ون بين هيله ښودلې، چې بریتانيا له چين سره د متقابل درناوي پر اساس خبرې وکړي او متقابل تفاهم ورسره زیات او خپلمنځي اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي.