چين: نړيواله ټولنه دې د سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته له له مالي سره مرستو ته دوام ورکړي
CMG2023/08/29 10:48:39
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال دای بینګ د اګست په ۲۸ مې نېټې د مالي په اړه د امنيت شورا علنۍ غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د مالي د سولې بهیر مهم پړاو ته داخل شوی او نړیواله ټولنه دې د دغه هېواد او سيمې وضعيت ته په کتو له مالي سره د ننګونو د مقابلې مرسته وکړي او د نوي وضعيت پر وړاندې دې ورسره ژورې همکارۍ وکړي.

نوموړي پدې اړه نړيوالې ټولنې ته درې فقره ييز وړانديز کړی دی:

۱ـ  نړيواله ټولنه دې د مالي د سياست او سولې له بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

۲ـ   د ملګرو ملتونو ځانګړي ځواکونه د مالي وضعيت د ثابتولو لپاره له دغه هېواد څخه په وتلو دي، نو د دغو چارو په ترڅ کې دې په مالي کې د بېلابېلو هېوادونو ميشت سوله ساتي ځواکونه د ملګرو ملتونو شتمنۍ خوندي وساتي.

دای بینګ د مالي مقاماتو د ترهګرۍ ضد عمليات هم ستايلي دي.