د چين اقتصاد د ښه والي او بيا سمسورتيا تمايل ښکاري
CMG2023/08/29 14:51:30
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرېس دايمي کمېټې د اګست په ۲۸مه نېټه يوه نوبتي غونډه تر سره کړه او پکې يې د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د سږني پلان د عملي کېدو په اړه د دولتي شورا راپور تر سنجش او بحث لاندې نيولی. په دغه راپور کې ويل شوي، چې سږ کال د پېچلي او سخت نړيوال چاپېريال او د کورنيو اصلاحاتو او ثبات د درنو دندو پر وړاندې، د چين اقتصاد د ښه والي او بيا سمسورتيا تمايل او بالقوه توان ښودلی او د پرمختګ انډول يې د نړۍ په مهمو اقتصادونو کې مخکښ ځای ساتلی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مشر جنګ شان جيې وويل، چې سږ کال په چين کې د کرونا وبا د کنټرول او وقايې چارو مهم برياليتوب تر لاسه کړی، ملي اقتصاد مداومه احيا کړې، خدماتي چارو چټک پرمختګ کړی، د پرمختګ کيفيت او د امنيت او خونديتوب توان لوړ شوی، د روزګار او د توکو د بيو وضعيت ثابت ساتل شوی او د خلکو ژوند لا ښه شوی ، چې دغه چارو د چين د سږ کال موخو د پوره کېدو لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۵ سلنه زياتوالی او د زياتوالي انډول يې د سږ کال د لومړۍ ربع په پرتله ۱ سلنه لوړوالی ښيي. د سږ کال په لومړيو اوو مياشتو کې د لويو صنعتي تصديو د صنعتي چارو د زياتوالي ارزښت، د ټولنې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو اندازه، په ثابتو شتمنیو کې د پانګونې اندازه او د اوسېدونکو د مصرفي توکو د بيو انډيکس(شاخص) د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳ اعشاريه ۸ سلنه، ۷ اعشاريه ۳ سلنه، ۳ اعشاريه ۴ سلنه او صفر اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی دی. په جولای کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د بې روزګارۍ انډول ۵،۳ سلنه و چې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه ټيټ شوی. په همدې مياشت کې د چين د زېرمه شويو بهرنيو اسعارو اندازه له ۳ زرو ميليارډو امريکايي ډالرو زياته وه.

سربېره پر دې يادې شمېرې په مناسب ساحه کې دي.

همدارنګه دغه راپور د چين د اقتصادي پرمختګ ننګونې او ستونزې هم يادې کړې او د چين اقتصادي احيا د څپڅپانده پرمختګ بهير بللی. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مشر جنګ شان جيې وويل، چې د نړيوال وضعيت له لحاظه، د چين د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې بهرنی چاپېريال لا پېچلی او سخت شوی دی. د کورني وضعيت له لحاظه، د کورنيو اړتياوو د ټيټوالي له امله ځينې تصدۍ د کاروبار له ستونزو سره مخ دي، د ځينو مهمو برخو ننګونې او پټ خطرونه راغونډ شوي او د خلکو د ژوند د تامين او ښه والي ستونزې زياتې شوې دي. نوموړي زياته کړه، چې موږ بايد د يادو ستونزو پر وړاندې د هوښيار او بېدار اوسېدو تر څنګ دا وپېژنو، چې د چين اقتصاد د پرمختګ انعطاف منونکی او بالقوه توان لري او د چين د دايمي پرمختګ اصلي وضعيت نه دی بدل شوی، د نوي پرمختګ جوړښت د ابادۍ د چټکوالي په حال کې دی او د لوړ کيفیت د پرمختګ بهير ښه روان دی. چين باور، شرايط او توان لري چې اقتصادي جوړښت لا ښه کړي، د پرمختګ خوځنده ځواک لا پياوړی کړي او مسلسل اقتصادي پرمختګ تر لاسه کړي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مشر جنګ شان جيې د چين د اقتصادي پرمختګ د دندو او موخو په اړه د نهو مهمو برخو د چارو په اړه معلومات ورکړل. چين به د عمومي تګلارو له لارې د اقتصادي کنټرول او ادارې کچه لوړه کړي او د پولي چارو مثبتې تګلارې او د پيسو ثابتې تګلارې ته به دوام ورکړي، د کورنيو اړتياوو د زياتوالي لپاره به هڅې وکړي، د عصري صنعتي چارو د سيستم ابادي به پياوړې کړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ د لوړې کچې خپلواک پرمختګ به ومومي، اصلاحات او ورخلاصون به لا پياوړی کړي، کرنيزې او کليوالې چارې به په ښه توګه تر سره کړي، د سيمو همغږی پرمختګ او د نوي ډول ښاري کېدو چارې به پياوړې کړي، د اقتصاد او ټولنې د زرغون پرمختګ لپاره به د اړوندو چارو اصلاحات تر سره کړي، د مهمو برخو د خطرونو د مخنيوي لپاره به هڅې وکړي، د خلکو ژوند د تامين کچه به لوړه کړي او د خلکو د ستونزو او اړتياوو د حل لپاره به ګامونه پورته کړي.