روسیه: د امریکايي کونسلګرۍ پخوانی کارکوونکی شانوف يې واشنګټن ته د مالوماتو ورکولو په تور نيولی دی
CMG2023/08/29 11:12:45
شريکول:

د روسیې د امنیت فدرالي ادارې د اګست په ۲۸مې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې هېواد په ولادیوسکتوک کې يې د امریکې د عمومي کونسلګرۍ پخوانی روسي کارکوونکی شانوف نیولی دی.

په اعلامیه کې راغلي، شانوف د تېر کال له مني راهیسې د امریکايي ډيپلوماتانو لپاره د روسیې د ځانګړو نظامي عملیاتو د پرمختګ په شمول ډېر مالومات راټول او ورکړي دي او هغه د روسیې د قانون له مخې، له بهرني هېواد سره د رمزي همکارۍ په تور نیول شوی دی. (هیله)