د اروپايي شورا رئيس چارلېس میشل د اګست په ۲۸ مې نېټې په اسلاونيا کې د بليډ ستراتېژيک فورم ته په وينا کې ويلي، چې اروپايي ټولنه دې چمتوالی ونیسي او له ۲۰۳۰م کال مخکې دې د لوېديځ بلکانس سيمې هېوادونه د خپلو نویو غړو هېوادونو په توګه جذب کړي.
نوموړي ويلي، نوي غړي هېوادونه باید اصلاحات راولي، د عدليې خپلواکي باید تامين او د جرمونو او فساد ضد مبارزه وکړي او دغه راز خپلې ډيپلوماتيکې تګلارې باید د اروپايي ټولنې د نورو غړو هېوادونو له تګلارو سره يو شان کړي.
نوموړي له هغو هېوادونو څخه، چې په اروپايي ټولنې کې ګډون ته لېواله دي، هم غوښتي چې په دغې ټولنې کې له ګډون مخکې باید خپلمنځي شخړې او جنجالونه حل کړي.