د چین او امریکې د سوداګرۍ وزیرانو پر خپلمنځي اړيکو خبرې کړي
CMG2023/08/29 10:22:35
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو د اګست په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې له خپلې امریکايي سیالې ګینه رایموندو سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د اجماع د تطبیق او د ګډې علاقې وړ اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه يې ورسره د نظریو تبادلې کړې دي.

د وزیر وانګ ون تاو د خبرو منځپانګه د چین په موخه د امریکې د ۳۰۱ تعرفو، د سیميکنډکټر تګلارې، یو پر بل د پانګونې محدودیتونو او پر چیني تصدیو د بندیزونو په شمول پر ځینو مسئلو ورټوله وه او خپلې امريکايي سیالې ته يې جدي پاملرنه وړاندې کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د ځاني سوداګرۍ یو اړخیزې تګلارې له بازاري مقرراتو او د مساوي سیالۍ له اصولو سره ټکر لري او د نړۍ د تولید او عرضې ځنځير ته به زیانونه ورسوي.

وانګ ون تاو خپلې امريکايي سیالې ته ويلي، چې واشنګټن باید له بېجينګ سره د سوداګريزو اړيکو د نه پرېکون رویه عملي کړي.

دواړو خواوو د چین او امریکې د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د تبادلې د نوې لارې د جوړېدو اعلان کړی او هوکړه يې، چې د دغو چارو لپاره به یو کاري ګروپ جوړ کړي.

 (هیله)