برکت الله تنکی ځوان دی، خو ناچارۍ درندو کارونو ته اړ کړی دی.
هغه وايي، د ليک لوست هيلې يې په مړاوې کېدو دي او له څو کالونو راهیسې له خپلو دوو وروڼو سره په يوې بټۍ کې درانده کارونه کوي او خښتې کاږي.
د دوی پلار هم همدلته د خښتو کار کاوه، چې اخر یې هم په همدې ځای کې ساه ورکړې ده.
زمونږ خبريال په دغه لنډ ويډيويي راپور کې د برکت الله ژوند ته کتنه کړې ده!