په بنګلادېش کې سږ کال ۵۵۶ کسان د ډينګي تبې له امله مړه شوي
CMG2023/08/30 10:31:26
شريکول:

د بنګلادېش روغتيا وزارت څو ورځې مخکې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، روان کال په دغه هېواد کې پر ډينګي تبې د اخته کسانو شمېر له ۱۱۰ زرو څخه زيات ښودل شوی او ۲۰ سلنه پکې تر ۱۵ کلنۍ کوچني ماشومان یاد شوي دي.

د بنګلادېش روغتيا وزارت د اګست په ۲۸مې رسمي مالومات خپاره کړي، چې له مخې يې سږ کال په دغه هېواد کې د ډينګې تبې له امله ۵۵۶ کسان مړه شوي دي.

روغتيا نړیوال سازمان د اګست په ۱۱مې نېټې په بنګلادېش کې د ډينګي تبې د خپرېدو راپور خپور کړی او د روان کال له جون راهيسې په دغه هېواد کې د ډينګې تبې توپیري بڼې ته يې اشاره کړې، خو په ټکو يې، تر اوسه اوج ته نه ده رسیدلې.

 روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې په بنګلادېش کې ډينګي تبه په لوړه کچه خپره شوې او د بېړنيو تدبيرونو غوښتنه يې کړې ده.

 ډينګي تبه د ډينګي ويروس بېړنۍ ساري ناروغي ده، چې په لويه کچه د حارې او نيمه حارې سیمو د ماشو په وسيله خپرېږي او عمده نښې نښانې يې سخته تبه، سردردي او د بدن د عضلاتو او بندونو دردونه ياد شوي، چې د ځينو د مړينې سبب هم کيږي.