نړیواله ټولنه د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو خوشي کول غندي
CMG2023/08/30 15:49:17
شريکول:

په دې وروستیو کې ارام سمندر ته د جاپان د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو په خوشي کېدو سره د نړیوالې ټولنې د نیوکې اواز هم راپورته شوی. مګر د جاپان حکومت خپلې ناسمې کړنې نه دي اصلاح کړې، بلکې د چین پر وړاندې يې لا نور اقدامات غوره کړي. ځکه جاپاني رسنیو دا ګنګوسې خپرې کړې چې په چین کې د جاپان ضد احساسات راپورته شوي. د جاپان لومړي وزیر فومیو کشیدا په شمول څو جاپاني لوړرتبه چارواکي له چین غواړي چې پر جاپاني سمندري تولیداتو وارداتي محدودیتونه لغوه کړي او ویلي یې چې ښايي د چین پر وړاندي ځوابي تدبیرونه به ونیسي.

دا د جاپان حکومت لخوا طرحه شوې د عامو افکارو جګړې یوه برخه ده. د جاپان حکومت دوه کاله مخکې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو پلان اعلان وکړ او ترې وروسته اړوند تبلیغاتي عملیات يې هم پیل شوي. د بېلګې په توګه، د دغه هېواد د بیارغونې ادارې د ۲۰۲۱م کال بودیجه کې د فوکوشیما ذروي پېښې په اړه د تبلیغاتي لګښت ۲ میلیارډو جاپاني ینو ته لوړ شوی او دغه حجم د ۲۰۲۰م کال څلور چنده دی. سربېره پر دې، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کال په بودیجو کې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو په اړه د تبلیغاتي چارو د پياوړتیا برخې شاملې دي.

د جاپان (NHk) د خبر له مخې، د اګست په ۲۴مه نېټه یانې ارام سمندر ته د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو په لومړۍ ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تبلیغاتي چارو لپاره ۷۰ میلیارډه جاپاني ینه بېل کړي. دغه پیسې شاوخوا سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو د بودیجې په نسبت ۲۰ برابره وي.

له دې څخه ښکاري چې جاپان د لږ اندازې پیسو په کارولو سره ارام سمندر ته ذروي ککړې اوبه خوشي کوي، بلکې د تبلیغاتي چارو په برخه کې ډېره زیاته اندازه پیسې لګوي. شنونکي په اشارې ویلي چې اوس د جاپان حکومت په چین پسې ډېرې ګنګوسې خپروي، موخه يې دا ده څو پر ځان د نړیوالې ټولنې غندنې پټې کړي.

خو د جاپان حکومت باید په دې ښه پوه شي چې هغه د نړیوالې ټولنې له پراخې غندنې سره د مخ کېدو بنسټيز لامل دا دی چې هغه سمندر ته د ذروي ککړو اوبو په خوشي کولو سره به د ګردې نړۍ د سمندر چاپېريال او د ټولو انسانانو روغتیا ته ستر ګواښونه ورسوي. چین د جاپان ګاونډی دی او د سمندري تولیداتو په اړه د چیني مشتریانو اندېښنې ډېرې دي. د چین حکومت د خلکو د توجې وړ مسئلې ته پاملرنه کوي، د ساینس او تحقیقاتو پر بنسټ د سمندري چاپېریال او د چینایانو روغتیا د ساتلو لپاره اړین تدبیرونه نیسي، دا عادي کار دی. چین په عین وخت کې له قوانینو سره سم په خپل هېواد کې د بهرنیو خلکو قانوني حقونه ساتي.

بله خوا، په جاپان کې د چین سفارت او قونسلګرۍ په دې وروستیو کې د جاپانیانو ګڼ شمېر تعقیب کوونکی ټلیفونونه شول او له امله يې د چین سفارت او قونسلګرۍ عادي کارونه هم زیانمن شول. ولې جاپاني سیاستوالو او رسنیو په دې اړه هېڅ نه دي یاد کړي؟ ویل کېږي چې جاپان تعقیب کوونکی دی.

د جاپان حکومت په دې وروستیو کلونو کې یوه خوا په خپله خوښه ارام سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ایستلو کارونه پرمخ بېولي، بله خوا يې خپل پوځونه زیات کړي او له امریکا سره اړیکې نورې نږدې کړي چې غواړي د ارام سمندر او اسیا سیمه کې احتجاج راپورته کړي. د جاپان دغه یو لړ کړنې د ګاونډيو هېوادونو لخوا د بیدارۍ رویې د غوره کېدو سبب ګرځېدلی دی. جاپان باید سمدلاسه خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي او سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو عمل باید ختم کړي. جاپان تور ته سپین ویل د ده بدې کړنې نه شي پټولای، یوازې به خپلې ناسمې کړنې نورې په ډاګه کړي.