د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د اګست په ۲۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې د دولتي شورا د اړوندو ترتيباتو او د سرحد د روغتيا او قرانطين قانون په شمول د ځينو قانوني مقرراتو له مخې ويلي، چې د ۲۰۲۳م کال د اګست له ۳۰مې نېټې څخه، دغه هېواد ته تلونکي وګړي نور اړتيا نه لري، چې د کرونا وبا د نيوکلېک اکسيد ټېسټ او يا انټيجن ټيسټ پايلې ګمرکاتو ته وړاندې کړي.
له دې مخکې ټول کسان اړ وو، چې چين ته له تک ۴۸ ساعته وړاندې د نيوکلېک اکسيد او يا انټيجن ټېسټ وکړي.