چين او امريکا به په راتلونکي کال کې د سيلانيزو چارو ۱۴م لوړ پوړی ډيالوګ تر سره کړي
CMG2023/08/30 10:32:01
شريکول:

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د اګست په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې چين او امريکا موافقه کړې، چې د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې به په چين کې د سيلانيزو چارو په اړه د ۱۴مې دورې عالي رتبه ډيالوګ تر سره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سيلانيزې همکارۍ به په خوځښت راولي.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزير هو هه پينګ په همدې ورځ په بېجينګ کې د امريکا له سوداګرۍ وزيرې جينا رايموندو سره کتلي او ياده موافقه يې ورسره کړې ده.

هو هه پينګ له رایموندو سره په کتنې کې ويلي، چې وزارت يې غواړي، د امريکا له سوداګرۍ وزارت سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو توافقاتو د تطبيق لپاره خپلمنځي کلتوري تبادلې او د وګړو تګ راتګ زيات کړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا له چين سره د ګډې موخې پر لوري ګامونه پورته کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيم پروازونه زيات او چين ته د سفر خبرداری ژر اصلاح کړي، د چيني اتباعو لپاره د ويزو اسانتياوې برابرې کړي، د چيني اتباعو او ډلو بې ځايه او بې بنسټه پلټنې او موانع پای ته ورسوي او د دوړاو هېوادونو د سيلانيانو د سفرونو لپاره دې ښې زمينې برابرې کړي.