د ويتنام د عامې روغتيا وزارت د اګست په ۲۹مې نېتې خبر ورکړی، چې د سږکال له پيل څخه د اګست تر ۲۳مې نېټې پورې په دغه هېواد کې پر ډينګي تبې (dengue fever) د اخته کسانو شمېر ۶۱ زرو او ۷۹۹ ته رسېدلی او ۱۴ تنه ترې مړه شوي دي.
د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ويتنام په جنوبي سيمو کې د ډينګې تبې د خپرېدو اندازه کمه شوې، خو په شمالي سيمو کې یې بیا د خپرېدو په حال ده.
ډينګي تبه د ويتنام په پلازمېنې هانوي کې هم په تېزۍ خپرېږي.