د مصر د اوبو لګولو وزارت د اګست په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې مصر، ايتوپيا او سوډان په همدې ورځ قاهره کې د The Grand Ethiopian Renaissance Dam په نوم د اوبو لوی بند په اړه مذاکرات پای ته رسولي، خو کومې پايلې ته نه دي رسیدلي.
یادو درېيو هېوادونو په قاهره کې د اګست په ۲۷مې نېټې د ياد بند په اړه نوي مذاکرات پيل کړي وو، خو کومې غوڅې پایلې ته نه دي رسیدلي.
د دغو مذاکراتو موخه د دې بند د اوبو د بندولو او د کارولو اصولو په اړه د تړون جوړول ياد شوي، خو ايتوپيا په مذاکراتو کې خپل دريځ نه دی بدل کړی.