د بنين ولسمشر په رسمي سفر چين ته ځي
CMG2023/08/30 16:15:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ وویل، چې د بنين جمهوريت ولسمشر پتريس اتناس ګولامي تالون به د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې د اګست له ۳۱ مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۳ مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. نوموړی به د دغه سفر پر مهال له رئیس شي جین پينګ سره خبرې وکړي او د دغه هېواد له صدراعظم لي چيانګ او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې له رئيس جاو له جي سره به وګوري، دغه راز د ۲۰۲۳م کال د خدماتي سوداګرۍ د نړیوال نندارتون په اړوندې سرمشريزې کې به هم ګډون وکړي.

هوا چون ينګ باور ښودلی چې چین ته د بنين د ولسمشر دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو همکارۍ ته نوی خوځنده ځواک ورکړي او خپلمنځي اړيکې به نوی پړاو ته يوسي.