لي چيانګ د امريکا سوداګرۍ وزيرې جينا رايموندو سره وکتل
CMG2023/08/30 12:33:42
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست په ۲۹مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د امريکا له سوداګرۍ وزيرې جينا رايموندو سره کتلي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو مسئلو په اړه ورسره غږیدلی دی.

لي چيانګ ګډې ګټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصلي بڼه بللې او ويلي يې دي، چې اقتصادي او سوداګريزو چارو ته د سياست او امنيت رنګ ورکول، نه يوازې د دواړو هېوادونو اړيکې او متقابل اعتماد زيانمنوي، بلکې د دواړو هېوادونو د تصديو او خلکو ګټو ته هم زيانونه رسوي او پر نړيوال اقتصاد هم سختې منفي اغېزې کولی شي.

نوموړي ويلي، چې په نړۍ کې چين لومړی لوی پرمختيايي هېواد او امريکا لومړی لوی پرمختللی هېواد دی او په خبره يې، دواړه هېوادونه بايد د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې او خپلمنځي کړکېچونه او شخړې کمې کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره باید ګډې هڅې وکړي.

لي چيانګ زياته کړې، چې چين او امريکا دې اقتصادي او سوداګريزې خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته دې سالم پرمختګ ورکړي او هيله يې ښودلې، چې امريکا له چين سره په ګډ لوري ګامونه پورته کړي.

لي چيانګ همدارنګ ويلي، چين د لوړې کچې د ورخلاصون د پياوړتيا او د سوداګريز چاپيريال د بازاري کېدو، قانوني کېدو او نړيوال کېدو لپاره هڅې کوي، بازار ته د ننوتنې محدوديتونه به کم کړي، له بهرنيو تصديو سره د برابر سلوک پاليسي به په ښه توګه عملي کړي، عادلانه او مساوي سيالۍ به وساتي او د ورخلاصون کچه به نوره هم پراخه کړي.

د امريکا سوداګرۍ وزيرې جينا رايموندو ويلي، چې د جوبايډن حکومت د چين د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي ملاتړ کوي او د چين د پرمختګ د مخنيوي او له چين سره د همکارۍ د پرېکون نيت نه لري او په وينا يې، امريکا هيله لري چې له چين سره ارتباط او عادي اقتصادي او سوداګيزې اړيکې وساتي او د خپلمنځي اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره يې هڅې وکړي.

نوموړي ويلي، امريکا غواړي د مصنوعي ځيرکتيا (AI) او د اقليمي بدلون ضد مبارزې او د فينټانيل د مخنيوي په برخو کې  له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.