د مصر ولسمشر او د سوډان د واکمنۍ شورا مشر د سوډان پر وضعيت خبرې کړي
CMG2023/08/30 11:00:32
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اګست په ۲۹مې نېټې د دې هېواد په شمال نوي الامان ښار کې د سوډان د واکمنې شورا مشر او د وسلوال پوځ عمومي قوماندان عبدالرحمن البرهان عبدالفتاح سره ليدلي او د سوډان د وروستي وضعيت، د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ او ځينو نورو مسئلو په اړه ورسره غږيدلی دی.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر په يوې اعلامیې کې ويلي، چې دواړو مشرانو د سوډان د شخړې او بحران د حل او د سوډانيانو د ملي يووالي او ملي حاکميت د ساتنې پر بنسټ د عامو خلکو د امنيت په اړه خبرې کړي او د سوډان خلکو ته د مرستو د برابرولو په اړه يې سلامشورې کړې دي.

د مصر نيل سيند ټلويزيون د عبدالرحمن البرهان وينا خپره کړې او پکې يې ويلي، چې د سوډان وسلوال پوځ دا موخه نه لري، چې په هېواد تسلط وکړي، بلکې غواړي واک په ډيموکراتيکه توګه انتقال او په هېواد کې ازادې ټاکنې وشي.