لي چيانګ د واکسين او مصونيت نړيوالې ټولنې د مديره پلاوي له مشر باروسو سره وکتل
CMG2023/08/30 10:34:07
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست په ۲۹مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د واکسين او مصونيت نړيوالې ټولنې (GAVI) د مديره پلاوي له مشر جوسي مانويل دوراو باروسو سره کتلي دي.

لي چيانګ د کرونا وبا ضد د مبارزې او د روغتيا چارو د نړيوالې ادارې په برخو کې د نوموړې ټولنې رول او د دواړو خواوو د همکاريو پايلې ستايلي او په وينا يې، چين به د دغې ټولنې د چارو ملاتړ ته دوام ورکړي.

باروسو ويلي، چې د واکسين او مصونيت نړيواله ټولنه له چين سره همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي په برخه کې د چين د مهمو خدمتونه ستاينه کوي.

نوموړي ويلي، چې ټولنه يې غواړي، له چين سره د عامې روغتيا د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې او د مصونيت د موخې د پوره کولو لپاره له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.