ټاس خبري اژانس د اګست په ۲۹مې نېټې د روسيې د هوايي چلند ادارې د مالوماتو له مخې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب لوېديځ چيليابينسک ايالت کې يوه((Mi-8)) چورلکه لوېدلې او د عملې ۴ تنه پکې مړه شوي دي.
رشيا ټوډۍ خبر ورکړی، چې ژغورونکو د دغې چورلکې د لوېدو په ځای کې د عملې د ۳ تنو جسدونه پيدا کړي دي.
خبر وايي، چې ياده الوتکه د تخنيکي ستونزې له امله لوېدلې ده.