د چين دولت رئیس شي جين پینګ د اګست په ۸۹ مې نېټې د امريکې د جنرال وارن سټيلويل لمسي جان ايسټربروک ته ځوابي پیغام استولی دی..
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، جنرال سټيلويل د چينايانو پخوانی خواخوږی او د چين د ازادۍ او پرمختګ له چارو يې ډېر ملاتړ کړی و، چې چينايان به يې هیڅکله هم هير نه کړي.
شي جين پينګ ویلي، چې د چين او امريکا خلک دې د نظريو تبادلې زیاتې، خپلمنځي تفاهم تقويه او ګډې همکارۍ دې پراخې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته دې دوامدار خوځنده ځواک ورکړي.
نوموړي هيله او باور ښودلی، چې ښاغلی جان ايستربروک او کورنۍ غړي به يې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ لپاره پر له پسې کار وکړي.
ښاغلي جان ايسټربروک څه موده وړاندې رئیس شي جين پينګ ته پيغام لېږلی و او له چين او چينايانو سره د جنرال وارن سټيلويل د اړيکو تجربو ته يې پکې ځغلنده کتنه کړې وه.
نوموړي په پيغام کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره د خپلې کورنۍ د کوښښونو يادونه هم کړې او ويلي يې دي، چې کورنۍ به يې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د تقويې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.