نړيوال له چين سره د اړيکو په اړه د امريکا اقداماتو ته په تمه دی
CMG2023/08/31 15:49:57
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزيرې جينا رايموندو د اګست په ۳۰مه نېټه له چين څخه ۴ ورځنۍ ليدنه پای ته رسېدلې. دا د روان کال له جون څخه چين ته د امريکايي سياستوالو څلورم سفر دی. د رايموندو د دې ليدنې پرمهال چين او امريکا د خپلمنځي اړیکو د نوې طريقې جوړونه اعلان کړې. نړيوالو افکارو دغه خبر ته پاملرنه کړې او دغه چاره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناسم پوهاوي د کمولو لپاره ګټوره بللې.  رايموندو څرګنده کړې چې له چين سره د اړيکو پرېکون نه غواړي او له امريکايي تصديو څخه يې هيله ښودلې چې په چين کې پانګونه وکړي.

يوه اړوند کارپوه د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره مرکې کې ويلي، چې د اړیکو د نوې طريقې جوړونه به د چين او امريکا ترمنځ د راکړې ورکړې د پياوړتيا لپاره ګټوره وي، خو د دغې طريقې نافذېدل د امريکا په رښتينو اقداماتو اتکا کوي.

له چين څخه د پخوانيو دريو امريکايي سياستوالو د ليدنې له پای ته رسېدو وروسته د دوی کړنو ته په کتو، د امريکا د اعتبار په اړه د نړيوالو افکارو شک معقول دی. د بېلګې په توګه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په جون کې له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې څرګنده کړه، امريکا په دې هڅه کې ده، چې بېرته په بالي ټاپو کې د چين او امريکا د مشرانو په کتنې کې تایيد شوې اجنډا ته ځي او د ولسمشر جوبايډن د ژمنو مراعات کوي. خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې امريکا د چين د تايوان سيمې مرستيال مشر لای چينګ ده ته له امريکا څخه تېرېدو او ناوړې ليدنې ته پټه اجازه ورکړې، تايوان ته د وسلو پلورلو ته يې دوام ورکړی او په چين کې د امريکايي تصديو پر پانګونې يې بنديز لګولی دی. د امريکا دغه کړنې خپل اعتبار ته زيان رسولی دی. دغه راز دا چاره وخت او نور ځير ته اړتيا لري، چې ايا رايموندو ګفتار له کردار سره منطبق کولی شي او که نه.

امريکا بايد له چين سره د همکاريزو اړيکو د نه پرېکون په اړه څرګندونه عملي کړي؟

امريکا بايد سمې پرېکړې وکړي او دا دې وپېژني، چې ګډې ګټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل دی.

که څه هم امريکا له ۲۰۱۸م کال راهيسې په پر له پسې توګه پر چيني توليداتو ګمرکي ماليات لوړ کړي، خو په ۲۰۲۲م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه لا هم ۷۶۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې دا رقم د تېرو کلونو په پرتله زيات دی. د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ کمېټې د يوه راپور له مخې، چين ته د امريکا صادراتي چارو د امريکا لپاره څه باندې يو ميليون کاري دندې برابرې کړې. له ۷۰ زرو زياتو امريکايي تصديو په چين کې پانګونه او کاروبار کړی او نژدې ۹۰ سلنه برخې يې له دغو چارو څخه ګټې تر لاسه کړې دي. دا د چين او امريکا ترمنځ د صنعتي چارو ژور پيوستون څرګندوي کوي او هم د دې سبب دی، چې د امريکا سوداګر له چين سره د همکاريزو اړيکو پرېکون  موافقه نه کوي.

د امريکايي خبري رسنيو د خبر له مخې، رايموندو چين ته له خپل سفر مخکې د امريکا د صنعت او سوداګرۍ له نژدې ۱۵۰ مشرانو سره خبرې اترې وکړې او دغو مشرانو له نوموړې څخه هيله وښوده، چې چين او امريکا بايد اړيکې پياوړې کړي.  د چين او امريکا د سوداګرو ټولنې د يوې پلټڼې نتيجه ښيي، چې په چين کې ۶۶ سلنه امريکايي تصدۍ به په راتلونکو دوو کلونو کې په چين کې پانګونه وساتي او يا هم لا زياته کړي. د امريکا پاليسي او پرېکړه جوړوونکي بايد د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ برخو غږونه په جدي توګه وګوري.

امريکا بايد لومړی اقتصادي او سوداګريزو چارو ته د سياسي او امنيتي مسئلو د رنګ ورکولو کړنې پای ته ورسوي. اوس دغه هېواد د پيسو پړسوب د پورونو بحران په شمول له ستونزو سره مخ ده او دغې ستونزې له چين سره د همکارۍ پرته نه شي حلولی.

اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو بنسټ دی. هيله لرو، چې د ارتباطو د نوې طريقې د جوړونې په رڼا کې به امريکا د مسئلو د حل لپاره صميميت وښيي، له چين سره په يوه لوري ګامونه پورته کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثبات او ښه والي لپاره هڅې وکړي او د نړيوال اقتصاد بياسمسورتيا وهڅوي. د رايموندو د ليدنې له پای ته رسېدو وروسته د امريکا راتلونکي اقدامات د ټولې نړۍ تر څار لاندې دي.