د ګابن د انتقال او بيا اعادې کمېټې ویاند اولریچ مانفومبي د اګست د ۳۰مې نېټې په ماسپښین د دغه هېواد د ملي ټلویزیون پر پردې اعلان وکړ، چې د ګارډ قوماندان بریس اوليګيوي نګیوما د دغې کمېټې رئیس او انتقالي مشر ټاکل شوی او په ټول هېواد کې يې د هر ماښام له ۶بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې ګرځبندیز اعلان کړی دی.
د ګابن د ټاکنو کميسيون د اګست د ۳۰مې په سهار د ولسمشريزو ټاکنو پايلې خپرې کړې او اوسنی ولسمشر علي بونګو يې د ۶۴ اعشاريه ۲۷ سلنې رایو په تر لاسه کولو سره بریالی اعلان کړی دی.
په ګابن کې د روانې میاشتې په ۲۶مې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره شوې وې.
د يادو ټاکنو د پايلو له اعلان سره سم، د پوځ لسګونه قوماندانان د ټلويزيون پر پردې راښکاره شول او د ټاکنو کميسيون ياده پرېکړه يې بابیزه وبلله او د واک د ترلاسه کولو او دولتي ارګانونو د اختيار اعلان يې وکړ.
دوی ولسمشر علي بونګو نظر بند کړی او د ده زوی او د حکومت څو جګپوړي چارواکي يې نیولي دي. (هیله)