روسي او اوکرايني ځواکونو يو پر بل د بې پېلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه کړي
CMG2023/08/31 11:06:49
شريکول:

 

روسيې او اوکراين د اګست په ۳۰مې نېټې  پر ټولنیزو رسنيو ويلي، چې ځواکونو يې د ۲۹مې نېټې له شپې څخه د ۳۰مې نېټې تر سهار پورې، يو پر بل د بې بيلوټه الوتکو او توغنديو بریدونه کړي دي.

د روسيې د پوسکوف ايالت مشر ويجرنيکوف د اګست په ۳۰مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د اوکراين بې پيلوټه الوتکو د ۲۹مې نېټې په شپه، د دغه ايالت پر پوسکوف هوايي‌ ډګر بريد کړی، چې له امله يې هوايي ډګر کې اور لګیدلی، خو په بريد کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې او په ۳۰مې نېټې د دې هوايي ډګر ټول پروازونه لغوه شوي وو.

د روسيې د ملي دفاع وزارت ويلي، چې اوکراين پلان درلود، چې د روانې مياشتې د ۳۰مې نېټې په سهار، پر روسيې د بې پيلوټه الوتکو د لويې پيمانې بريدونه وکړي، خو روسي ځواکونو يې مخه نېولې او ډېری الوتکې يې ور په نښه کړې دي.

د اوکراين د پلازمېنې کيف پوځي قومندانۍ د روانې مياشتې په ۳۰مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي،‌ چې  روسي ځواکونو د همدې ورځې په سهار، پر کيف د بې پېلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه کړي، چې له امله يې  ۲ کسان مړه او ۳ تنه نور ټپيان شوي او يوه ودانۍ سوځېدلې ده.