چین: نړيواله ټولنه دې د بې وسلې کولو نړیوال څواړخيز ميکانيزمونه خوندي وساتي
CMG2023/08/31 11:32:29
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي وزير مختار ژن هونګ يان د اګست په ۲۹مې نېټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ يوې لوړ پوړې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د بې وسلې کولو په برخه کې نړیوال څواړخيز ميکانيزمونه خوندي وساتي او د سوړ جنګ له نظريې او د بېلا بېلو ډلو ترمنځ له تقابل سره دې مخالفت وکړي.

ملګرو ملتونو ياده غونډه د اټومي ازموينې د بندښت د نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار جوړه کړې وه.

ژن هونګ يان د نړۍ اوسنی امنيت له سوړ جنګ وروسته ډېر بدل بللی او په وينا يې، په نړۍ کې د پوځي تجهزاتو د کنټرول، د بې وسلې کولو او د اټومي وسلو د نه پراخېدو سیسټمونه له ډېرو کږليچونو او ستونزو سره مخ دي او د اټومي پوځي تجهيزاتو سيالۍ او د اټومي شخړو خطرونه د زیاتېدو په حال کې دي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې ريښتنی څواړخيزم پلی کوي او ساتي، د اټومي ازموينې د بندښت تړون په شمول د ځواکونو د کمښت نړيوال څواړخيز ميکانيزمونه دې خوندي وساتي، د امنیت د ساتنې په برخه کې دې ګډې او دوامدارې همکارۍ او د سوړ جنګ له نظريې او د بېلا بېلو ډلو ترمنځ تقابل سره دې مخالفت وکړي او د انسانانو د ګټو او د ګډ امنيت لپاره دې زیاتې هڅې وکړي.