چین له نړۍ سره د پرمختګ ګټور فرصتونه شریکوي
CMG2023/08/31 14:53:36
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي مرستیال استازي دای بینګ د اګست په ۳۰مې نېټې د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام، د نفوس صندوق او د پروژو اجرائیوي ادارې د ۲۰۲۳م کال په دوهمې غونډې کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې له نړۍ سره د پرمختګ ګټورو فرصتونو پر شریکولو ټينګار کوي، خو په وينا يې، د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې زیاتې ننګونې موجودې دي.

ټاکل شوې، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د دوامدار پرمختګ اجنډا نیمه تطبیق شي، خو د دای بينګ په خبره، د دغې اجنډا د تطبیق پروسه د ټاکلي پلان په نسبت ورو روانه ده.

نوموړي زياته کړې، چین د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام ستايي، چې د عامه او شخصي ارګانونو سرچېنې يې راټولې او تنظیم کړي او د دایروي اقتصاد، پاکې انرژۍ او ډیجټلي پولي چارو په برخو کې يې نوښتي لایحې وړاندې کړې دي.

 دای بينګ پر مرسته برابرونکو هېوادونو غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام لپاره خپلې کړې ژمنې پوره او د مهمو سرچېنو په برخه کې دې مرستې زیاتې کړي. (هیله)