کامروني محصل جوزف اوليور مينډو د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته دوه پيغامونه استولي او ډېر ژر يې ځوابي پيغامونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي ته د رئيس شي جين پينګ دا خبرې ډېرې د پاملرنې وړ دي.
(( که تاسې غواړئ نننی چين ښه وپېژنئ، نو بايد د چین د ګمونېست ګوند په باب پوره معلومات ولرئ. په چين کې يوه اصطلاح ده، که څوک غواړي د يو ځای په اړه معلومات ترلاسه کړي، نو باید له نژدې يې وګورئ. هرکلی مو کوم چې تاسو د چين د بېلابېلو ځايونو سیل وکړئ او رښتينی چين ښه وپېژنئ. ))
جوزف اوليور مينډو په تېرو څو کالونو کې د چين له ډېرو ځايونو څخه ليدنې کړې دي.
هغه د جيانګ شي د شن شان کلي ته هم تللی دی.
نوموړی وايي، چې هغه د رئيس شي جين پینګ له حکومتوالۍ سره ډېره علاقه لري او په تېره بيا له بېوزلو سره د مرستو په اړه د هغه تګلاره يې ډېره خوښيږي.
نوموړی وايي، چې اوس په افريقا کې ډېرې ستونزې موجودې دي او هغه د معلوماتو د تر لاسه کولو په موخه چين ته راغلی دی.