په افغانستان کې فقر، بې کاري، نشه يي توکي، د کورنيو د سرپرستانو نشتون او ځينې نور ورته داسې عوامل شته، چې بد سيوری يې پر ماشومانو غوړیدلی او دراندو کارونو ته يې اړ کړي دي.
مهران تنکی ځوان دی، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې زده کړې پرېښودلي او دروند کار ته يې مټ ورکړی دی.