سوریې او ایران په سیمې کې د امریکا له پوځي مداخلې سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2023/09/01 14:09:03
شريکول:

د سوريې بهرنيو چارو وزير فيصل مکداد او د ايران بهرنيو چارو وزير امیر عبداللهیان د اګست په ٣٠مې نېټې د سوريې په پلازمېنې دمشق کې لېدنه کړې او پر سيمه ييزو مسئلو غږيدلي دي.

دواړه سیالان له لېدنې وروسته په يوې ګډې مطبوعاتي غونډې کې راڅرګند شوي او د سوريې او عراق په سرحدي سيمو کې يې د امريکا پوځي فعالیتونو سره کلک مخالفت ښودلی او دا یې له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې بللي دي.

دوی پر واشنګټن غږ کړی، چې په سيمې کې خپله پوځي مداخله پای ته ورسوي.

 

 فیصل مکداد د سوریې په جنوب ختیځ تنف کې د امریکا د پوځ د ځای پر ځای کېدو هدف دا بللی، چې دغه هېواد غواړي، د سوریې-ایران او د سوریې- اردن ترمنځ په سرحدي سیمو کې  نفوذ پيدا کړي او د اړوندو هېوادونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

عبداللهیان يادې خبري غونډې ته ويلي، چې د امریکا کړنې د دوی لخوا د اعلان شويو بشري حقونو ادعاګانو سره هم سمون نه لري.