د چين د احصايې ملي ادارې د خدمتي چارو د سروې مرکز او د دغه هېواد د لوجستيک او پېر ګډې کمېټې د اګست په ۳۱مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر اګست کې د چين د توليدي صنعت د پېر مديرانو شاخص ۴۹،۷ سلنه ښودل شوی او دا د تېر جولای په پرتله ۰،۴ سلنه زياتوالی ښيي.
په چين کې د روان کال په اګست کې د تولید عرضه بېرته خپل حالت ته ګرځېدلې او د تصدیو د پېر لېوالتیا لوړه او سوداګريز باور يې زیات شوی دی.