د چين صدراعظم به د ختيځې اسيا د خپلمنځي همکاريو د مشرانو په يو لړ غونډو کې ګډون او له اندونيزيا څخه به رسمي ليدنه وکړي
CMG2023/09/01 15:41:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په لومړۍ  نېټې خبر ورکړی، چې د چين صدراعظم لي چيانګ به د ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې (اسيان) د رئيسه هېواد اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنه د سپتمر په پنځمې نېټې جاکارتا ته ولاړ شي او هلته به د چين - اسيان (۱۰+۱) د مشرانو په غونډې او د اسيان او چين، جاپان او جنوبي کوريا (۱۰+۳) په ۲۶ مې غونډې او د ختیځې اسيا په ۱۸ مه سرمشريزې کې ګډون وکړي.

  وانګ ون بين د ختيځې اسيا وضعيت ثابت بللی او په وينا يې، د سيمې هېوادونه سولې او پرمختګ ته ليوالتيا لري.

نوموړي هيله ښودلې، چې د جاکارتا يادې غونډې به د اسیان هېوادونو ترمنځ يووالی، همکارۍ او پرمختګ پياوړی کړي او د نړۍ او سيمې د وضعيت په ثابتولو کې به ښه رول ولوبوي.