د روسيې دفاع وزارت د اګست په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د همدې ورځې په سهار وختي د مسکو په ووسکريسنسک ولسوالۍ کې د اوکراين بې پيلوټه الوتکې را نسکورې کړې دي.
اعلاميه وايي، چې اوکرايني ځواکونو غوښتل، چې د روسيې پر ځينو سیمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه وکړي.
د روسیې د پلازمینې مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه د مسکو په لوري روانه وه، چې د روسیې د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري را نسکوره شوې ده.
سيرګي سوبیانين ويلي، لومړني معلومات ښيي چې په دغې پېښې کې چا ته ځاني او مالي زيانونه نه دي رسيدلي.
د روسیې د دفاع وزارت د تېرې میاشتې په ۳۱ مې نېټې خبر ورکړی و، چې ځواکونو يې د ۳۰مې نېټې په شپه په براینسک سیمې کې د اوکراین دوه بې پیلوټه الوتکې ويشتلي او په کریمیا کې يې د اوکراین یو توغندی شنډ کړی دی.