له افغانانو سره د امريکې ژمنې او کړنې
CMG2023/09/01 09:27:30
شريکول:

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرېن ژان پیر د اګست په ۲۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې امریکا طالبان نه تقویه کوي، خو له افغانانو سره به همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې دغه خبرې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کليزې په درشل کې کړي او ويلي يې دي، چې دا ژمنه نه یوازې په تېرو دوو کلونو کې وه، بلکې په تېرو څو لسیزو کې هم وه.

خو ايا خبرې يې پر حقيقت ولاړې دي؟

امريکې په افغانستان کې شخړې راوپارولې او وروسته يې خپله د جنګ ډګر ته ځواکونه وليږل او په دغه هېواد کې يې شل کاله خپل ځواکونه مېشت کې کړي وو.

په افغانستان کې د امريکې د شل کلن جنګ له امله کابو ۳۰ زره افغانان ووژل شول او په ميليونونه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړل او کډوال شول.

کله چې امریکايي ځواکونه په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه ووتل، نو واشنګټن هممهال په بهرنيو بانکونو کې د افغانستان مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړې، چې له امله يې په تېرو دوو کلونو کې افغانان نور هم له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي او ژوند يې په سختيو تيريږي.

ايا امریکا دغه شان حالات د همکاريو او مرستو په مانا بولي؟

د هرات ولایت د شاتیربو کلي اوسېدونکی نصیر احمد له خبریال سره په مرکې کې خپله ترخه خاطره یاده کړې او ويلي يې دي، چې هغه به هيڅکله د امريکايي ځواکونو بمباري هېره نه کړي.

نوموړي ويلي، چې مور يې ډوډۍ پخوله او مېرمن يې د لوښو پر مينځلو بوخته وه، چې امريکايي ځواکونو يې پر کور هوايي بريد وکړ، مېرمن يې ځای پر ځای ووژل شوه او د کورنۍ نور ۸ غړي يې ټپيان شول.

 نصیر احمد ويلي، چې امریکايي ځواکونو د طالبانو د ځپلو په پلمه کلي بمبارول او ګڼ شمېر افغانانو ته يې مرګژوبله اړوله او په ټکو يې، له هغه تر اوسه هیچا بښنه نه ده غوښتې او نه هم چا ورته د سر او مال د زيان جبران ورکړی دی.

د امریکې ولسمشر جوبایډن د اګست په ۲۶مې نېټې د افغانستان په جګړه کې وژل شویو زرګونه امریکايي سرتیري او په تېره بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په بهیر کې د داعش په حمله کې وژل شوي ۱۳ سرتیري ستايلي دي.

نوموړي ويلي، چې امریکا به خپل سرتیري هیڅ هېر نه کړي، خو په افغانستان کې د‌ جګړې پر مهال قرباني شوي عام افغانان هیڅ  نه یادوي .

امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۹مې نېټې له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې په کابل کې پر يوه کور بمباري وکړه، چې له امله يې ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول، خو د امریکې د دفاع  وزارت په خپلې څېړنيزې پایلې کې وويل، چې ځواکونو یې په دغو عملياتو کې هیڅ تېروتنه نه ده کړې او چا ته به سزا ور نه کړي.

 آیا له افغانانو سره د امریکې همکارۍ او مرستې همدغه دي؟

 ډېرو افغانانو په تېرو دوو لسیزو کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، د غمونو تر څنګ یې اقتصادي ستونزې ګاللي او اوس د امریکې له اقتصادي بندیزونو سره مخ دي.د افغانستان بیارغونه په تېرو دوو کلونو کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوې او افغانان ستونزمن ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د سږ کال په مارچ کې په یو راپور کې وويل، چې په افغانستان کې بشردوستۍ مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ښايي ۲۸،۸ میلیونو ته ورسیږي، چې په دې جملې کې یې  ۴ میلیونه کسان له سختې لوږۍ سره مخکېدونکي یاد کړي وو، خو واشنګټن پرې هیڅ سر و نه ګراوه او هیڅ یې هم ونه کړل.

د یو هېواد له خلکو سره همکارۍ او مرستې باید د دوی د هېواد حاکمیت ته په درناوي وشي، په کورنیو چارو کې یې باید لاسوهنه ونه شي، مساوي همکارۍ باید ورسره وشي او په بېړنیو حالاتو کې باید مرستې، پیسې او توکي ور کړل شي .

امریکې د تیري کوونکي او تسلط غوښتونکي په حیث افغانانو ته زیات دردونه او کړاوونه رسولي دي، نو د همکاریو او مرستو خبرې او ژمنې یې بېځايه دي.