د برېتانیې حکومت د انرژۍ د امنیت وزیر ګرانټ شاپس د بین والیس پرځای د دفاع وزیر او د پوهنې وزارت پخوانی سیاسي مرستیال کلیر کوتینو يې د انرژۍ د امنیت وزیر په توګه ټاکلي دي.
د برېتانیې حکومت د اګست په ۳۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې لومړي وزیر ریشي سونک په همدې ورځ د بين والیس استعفا منلې او د هغه استعداد او چارې يې ستايلې دي.
بين والیس له ۲۰۱۹م کال راهیسې د برېتانیې دفاع وزیر و او په خپل استعفاليک کې يې لومړي وزير ریشي سونک ته مشوره ورکړې، چې د هېواد دفاعي لګښتونه کم نه کړي.
والیس څه موده مخکې له دندې د استعفا او د سیاسي ډګر د پرېښودو هوډ څرګند کړی و.