د ډیموکراتیکې کوریا خبري اژانس د اګست په ۳۱مې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو په ۳۰مې نېټې د امریکې او کوریا جمهوریت پوځي تمرین ته په ځواب کې تقلیدي اټومي مانوره کړې ده.
خبر وايي، د ډیموکراتیکې کوریا اټومي ځواکونو د اګست د ۳۰مې په شپه د پینګ یونګ نړیوال هوايي ډګر څخه شمال ختیځ لوري ته دوه بالیستیک توغندي توغولي او موخه يې د کوریا جمهوریت مهم پوځي قومانداني او جنګي ډګر ياد کړي دي.
دواړه توغندي د ټاکلي ټاپو دپاسه ۴۰۰ متره په لوړه هوا کې چاودېدلي دي.
ډیموکراتیکې کوریا په دغې تقلیدي اټومي مانورې خپل انتقام د اخیستو توان ښکاره کړی دی.
(هیله)