د افريقايي ټولنې نوبتي مشر او د کومورو ولسمشر ازالي اسوماني په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه.
لس کاله مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د افريقا په اړه تګلارو کې د صميميت، رښتينو نتيجو، دوستۍ او مهربانۍ مفکوره وړاندې کړه. روان کال ددغې مفکورې له لسيزې سره برابره ده. ازالي له چين ميډيا ګروپ سره مرکه کې د دې مفکورې مننه او ستاينه وکړه او و يې ويل، چې له دې مفکورې څخه د همکاريزو اړيکو او ګډو ګټو نظريه ښکاره شوې او د دې مفکورې پر بنسټ همکارۍ د افريقايي هېوادونو او چين ترمنځ ارتباط لا نژدې کولی شي.
ازالي په افريقا کې د چين د رول ستاينه وکړه او د افريقا او چیني تصديو ترمنځ د همکاريو په اړه يې پوره باور وښود. نوموړي هيله وښوده، چې چين د کومورو لپاره د تصديو د ادارې نور زيات مستعد وګړي وروزي، څو د کمومورو لا زيات ځوان چارې پرمخ بوزي او د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.