په جاپان کې د امریکا سفیر په فوکوشیما کې سمندري خواړه وخوړل
CMG2023/09/02 15:20:27
شريکول:

 

په جاپان کې د امریکا سفیر رام ایمانویل د اګست په ۳۱مه فوکوشیما ته د سمندري پيداوارو د خوړلو لپاره ځانګړی سفر وکړ. بر سېره پر دې، نوموړي په جاپانۍ رسنۍ کې د يوې مقالې په خپرولو سره سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کېدو خلاف د چین لخوا د نیول شویو معقولو اقداماتو په اړه غیر مسؤلانه څرګندونې  وکړه او پر چین يې د سمندري چاپېریال د ویجاړولو تور ولګاوه. خو د جاپان د کرنې، ځنګلونو او ابي محصولاتو وزیر تیټسورو نومورا په همدې ورځ د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې د فوکوشیما له اټومي برېښناکوټ څخه خارجې شوې اوبه "اټومي ککړې اوبه" وبللې. د پام وړ خبر دا دی، چې د جاپان د کرنې، ځنګلونو او ابي محصولاتو وزارت د معلوماتو له مخې، امریکا د روان کال په لومړۍ نیمایي کې له جاپان څخه د کرنې، ځنګلونو او ابي محصولاتو واردات کم کړي دي، چې د کموالي اندازه یې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده او په کې د درېیو ډوله وارداتي خواړو د توليد اصلي ځایونه په عمده توګه په هغو سیمو کې دي، کوم چې د اټومي ککړو اوبو د خارجېدو له امله اغېزمن شوي دي.

په دې حالت کې، ولې امریکا لاهم سمندر ته د اټومي اوبو د ایستلو په اړه د جاپان ملاتړ کوي؟ په حقیقت کې، امریکا د سمندري چاپېریال ویجاړوونکې هم ده. د امریکا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې له دې نه مخکې  افشا کړه، چې د دغه هېواد اردو په سمندر کې ډېر کیمیاوي مواد  غورځولي. د برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د روان کال په مارچ کې خبر ورکړ، چې د امریکا د کالیفورنیا ایالت صنعتي شرکت له ډېرو کلونو راهیسې د DDT په ګډون زهرجن کیمیاوي کثافات نژدې سمندر ته اچولي دي. دغه توکي به د انسان بدن، څارویو او چاپیریال ته سخت زیانونه ورسوي او د دغو توکو استعمال د امریکا او نورو هېوادونو لخوا محدود شوی.  

سربېره پردې، امریکا د سمندري پلاستيکي کثافاتو عمده "تولید کوږنکی" هېواد هم دی. د "ساینس پرمختګ" يه نوم نړیوالې اکاډمیکې مجلې يو څیړنیز راپور په ګوته کوي، چې په امریکا کې یوازې په ۲۰۱۶م کال کې ۴۲ ميلیونه ټنه پلاستيکي کثافات رامنځته شوي، چې په نړۍ کې  تر ټولو زيات دی. برسېره پردې، امریکا لا تر اوسه د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د تړون په ګډون یو لړ نړیوال تړونونه نه دي تصویب کړي. د څېړونکو په اند، د  امریکا د يادې کړنې موخه د نفتو او طبیعي ګازو د کشف او استخراج په شمول د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خنډونو لرې کول دي.

په سمندر کې د جاپان له خوا د اټومي اوبو  خوشې کول، د ټولو انسانانو له ګټو سره تړاو لري، دا هغه څه نه دي، چې د انفرادي هېوادونه په ملاتړ بې خنډه پرمخ ولاړ کيدای شي. چين په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د سمندري پيدايشت متنوعيت لري او د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د تړون په شمول د نړيوالو تړونونو له لاسليک کوونکو هېوادونو څخه دی او د سمندر د نړيوالې ادارې لپاره يې ډېرې هڅې کړي دي. وروسته له هغه چې جاپان په زرو اتومي ککړې اوبه په سمندر کې  خوشې کړې، چين د کورنيو قوانينو او مقرراتو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم ځوابي تدبيرونه  ونیول. د چين اقدامات قانوني، معقول او ضروري دي او د نړيوال سمندري ايکولوژۍ او د انسانانو د روغتیا د ساتنې مسؤليت هم پر غاړه لري.

که څه هم په جاپان کې د امریکا سفیر رام ایمانویل د فوکوشیما سمندري خواړه خوري، خو د حقایقو په وړاندې د سمندري چاپېریال د زیانمنولو په اړه د امریکا او جاپان ناوړه نیتونه یې په ډاګه کړل. دا د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې د ګډوډۍ لامل کېږي، چې د سیمه ییزو هېوادونو لخوا د لوړ احتیاط  وړ  مسئله ده.