افريقايي ټولنې د ګابون غړيتوب وځنډاوه
CMG2023/09/02 14:26:06
شريکول:

افريقايي‌ ټولنې د اګست په ۳۱مه په يوه اعلاميه کې په ګابون کې د څو ورځو وړاندې نظامي کودتا غندنه کړې او پرېکړه يې کړې، چې په افريقايي ټولنې کې د ګابون غړيتوب وځندوي.

ياده اعلاميه وايي، چې د افريقايي‌ ټولنې د سولې او امنيت شورا په همدې ورځ په يوه غونډه کې د ګابون د وروستي وضعيت په اړه بحث  وکړ او پرېکړه يې  وکړه، چې د ګابون د نظام له عادي کېدو مخکې په افريقايي ټولنه او اړوندو سازمانونو کې د دغه هېواد فعاليت بند کړي.

د اګست په ۳۰مه ، د ګابون د ټولټاکنو مرکز اعلان  وکړ، چې ولسمشر علي بن بونګو اونديمابا د اګست په ۲۶مه نېټه کې په ټولټاکنو کې د ۶۴ اعشاريه ۲۷ سلنه رايو په ګټلو سره يو ځل بيا انتخاب شو. له ياد اعلان وروسته لسګونو پوځيانو د سازمان د انتقال او بيا رغونې کمیټې په مانه د ګابون په ۲۴ ټلويزيون کې اعلان  وکړ، چې د یادو ټولټاکنو نتيجه اعتبار نه لري، سياسي قدرت يې تر لاسه کړ او دولتي سازمانونه يې لغوه کړل، په عين وخت کې یې د دې هېواد سرحدونه هم بند کړل.