د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د بنين له ولسمشر پاتريس اتاناس ګويلاومي تالون سره ليدنه وکړه. د دواړو هېوادونو مشرانو اعلان وکړ، چې چين او بنين ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې جوړې کړي.
شي جين پينګ په دې ليدنه کې د چيني شکله عصري کېده لاره ياده کړه او ویې ویل، چې د لوېديځې نړۍ په پرتله، هېواد يې د عصري کېدو په برخه کې يوه ځانګړۍ لاره انتخاب کړې. د هغه په خبرو، دغه لاره د چین له وضعيت سره سمون لري او د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لاره ده. چين له بنين څخه ملاتړ کوي، چې پخپله د خپل هېواد د وضعيت له مخې د پرمختګ لاره پيدا کړي او په تمه دی، چې له بنين سره د حکومتوالۍ تجربې تبادلې زیاتې کړي، د اصلاحاتو او پرمختګ تجربې ورسره شريکې کړي، دواړه هېوادونه يو له بل څخه کلک ملاتړ وکړي او ګډ پرمختګ او سمسورتيا تر لاسه کړي. چين په بنين کې د چیني تصديو پانګونې هڅوي او هيله لري، چې بنين د خدمتي سوداګرۍ د نړیوالې سرمشريزې او د چين او افريقا د سوداګرۍ نندارتون په شمول د لويو نندارتونونو او غونډو له لارې نور زیات ځانګړي او غوره توليدات چيني بازار ته ورسوي.
له يادې ليدنې وروسته، د دواړو مشرانو په حضور کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، زرغون پرمختګ، ډيجیټلي اقتصاد، زراعتي پيداوارو، طب او روغتيا په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو تړونونه لاسلیک شول.
دواړو خواوو د چين او بنين ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د جوړونې ګډه اعلاميه همخپره کړه.