سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو خلاف د ملي ټولنې په نوم د جاپان يوې مدني ډلې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د توکيو څارنوالۍ ته د دغه هېواد د لومړي وزير فوميو کيشيدا او د توکيو د برېښنايي شرکت د مشر پر ضد د شکايت يو پيغام وړاندې کړ.
نوموړې ډله سمندر ته د فوکوشيما د اټومي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو له خوشي کېدو سره مخالفت کوي او و يې ويل، چې دغه اټومي ککړې اوبه له پاکولو وروسته لا هم راډيو اکتيف توکي لري او سمندر ته د دغو اوبو خوشي کول به سختې پایلې رامنځته کړي.