شي جين پينګ د چين د دفاعي ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت دغه پوهنتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/09/02 12:28:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د دفاعي ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت دغه پوهنتون ته د مبارکۍ پيغام وليږه او د دغه پوهنتون ټولو  استادانو، کارکوونکو او محصلينو ته یې مبارکي وړاندې کړه.

د چين د دفاعي ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون د چين د پوځي کمېټې اړوند یو مجموعي او څېړنيز پوهنتون دی او پخوانۍ بڼه يې د نظامي پروژو انستېتيوټ و، چې په ۱۹۵۳م کال د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې جوړ شوی.

دغه پوهنتون له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې په بېلا بېلو برخو  کې باندې ۲۰۰ زره مستعد وګړي او کارپوهان روزلي او دغو وګړو د سوپرکمپيوټر (supercomputing) او د سپوږمکيو د لارښوونکي سيستم په برخو کې ډېر غښتلي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

 د چين د دفاعي ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون د جوړېدو ۷۰مې کليزې لمانځغونډه د سپتمبر د لومړۍ نېټې په سهار د هو نان ولايت په چانګ شه ښار کې  جوړه شوه.