چین هڅه کوي چې سږکال شاوخوا ۲۷ میلیونه موټر پلورلي
CMG2023/09/03 14:15:34
شريکول:

د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د سپتمبر په دوهمه نېټه خبر ورکړ چې د دې وزارت په ګډون ۷ څانګو په دې وروستيو کې په ګډه د موټرو چارو د ثابتې ودې لپاره کاري پلان (۲۰۲۳م کال -۲۰۲۴م کال) خپور کړی، چې له مخې به يې په ۲۰۲۳م کال کې د شاوخوا ۲۷ میلیونو موټرو د پلورلو موخې ته د رسيدو لپاره هڅې وکړي. دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په پرتله شاوخوا ۳ سلنه زیاتوالی لري. د ټاکلي پلان له مخې، د نوي انرژۍ مصرفونکو موټرو د پلور اندازه به شاوخوا ۹ میلیونو ته ورسېږي چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله به شاوخوا ۳۰ سلنه زیاته شي او د موټرو د جوړولو چارو کې د اضافه ارزښت به د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی وښيي.