شي جين پينګ د چين د هوايي انجين ګروپ د فابريکې کارکوونکو ته ځوابي پيغام واستاوه
CMG2023/09/03 14:17:53
شريکول:

 د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کميسون مشر شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د هوايي انجين ګروپ د لي مینګ د انجن اسملبۍ فابريکې د لي جه چيانګ کاري ډلې کارکوونکو ته يو ځوابي ليک واستاوه او د لوړې ټېکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره يې خپله هیله وړاندې کړې ده.

شي جين پينګ په پيغام کې وویل: هیله لرم چې تاسو به د لازیاتو کيليدي ټېکنالوژیو د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړئ، د هوايي انجنونو خپلواکه پراختیا ګړندۍ کړئ او د هوانوردۍ په برخه کې د ځواکمن هېواد د جوړولو او د لوړې کچې ساینسي او ټېکنالوژیکۍ په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره خدمتونه وکړئ.

د لي مینګ د انجن اسملبۍ فابریکه د چين د هوايي انجين ګروپ د لي مینګ شرکت یوه اړوند ده. دغه شرکت په ۱۹۵۴م کال کې تاسیس شو او هغه مهال يې د انجن اسملبۍ فابريکې ځانګړې کاري ډله جوړه شوه. دغه ځانګړې کاري ډله په ۲۰۱۳م کال کې د چین د ملي تخنیکي کارپوه لي جه چیانګ په نوم بدله شوه. په دې وروستیو کې د دې کاري ډلې ۸ کارکوونکو عمومي منشي شي جين پينګ ته يو پيغام ولېږلو چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ټېکنالوژيکي نوښت د پياوړتيا او د هوايي انجينونو د پرمختګ په برخو کې د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او د یو غښتلي هوايي ځواک لرونکي هېواد په جوړولو کې د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خپل هوډ څرګند کړ.