وانګ يي د نړيوال فکري مرکز په غونډه کې يوه ويډيويي وينا وکړه
CMG2023/09/03 14:16:20
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲مه نېټه د نړيوال فکري مرکز په غونډه کې يوه ويډيويي وينا وکړه.

وانګ يي څلور وړانديزونه وړاندې کړل. لومړی، موږ باید تل پر ریښتیني څو اړخیزیزم ټینکار وکړو او په ګډه د نړیوالې ادارې سیسټم بشپړ کړو. دوهم، موږ بايد په فعاله توګه پرانستې سيمه ييزه مفکوره عملي کړو او د اسيا پرمختګ او بيا سمسورتيا وهڅوو. درېيم، موږ بايد له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب او دوستانه تګلارې د پرمخ بيولو لپاره هڅه وکړو او په ګډه د ګاونډيو هېوادونو لپاره د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو. څلورم، موږ باید د ګډ، هراړخیز، همکاریز او دوامدار امنیت مفهوم په ټینګه تعقیب کړو او په ګډه د سیمه ییزې سولې او ثبات ساتنه وکړو.

وانګ يي وويل، چين به په راتلونکې مياشت کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د درېیم سرمشريز فورم مشري وکړي. موږ غواړو له نړيوالې ټولنې سره د يو کمربند او يوې لارې د وړاندیز لاسته راوړنو او تجربو ته په هراړخيزه توګه کتنه وکړو او د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت د ګډې ابادۍ په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړو.