په چين کې د برېښنايي سوداګرۍ ۱۶ نوي دولتي مرکزونه ټاکل شوي
CMG2023/09/03 13:08:43
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په دوهمه نېټه د ۲۰۲۳م کال د چين د برېښنايي سوداګرۍ په غونډه کې اعلان کړی، چې د هو بې ولايت د هوا وې برېښنايي سوداګرۍ لوجستيک زون او د چونګ چينګ ښار د سړکونو لوجستيک زون په شمول د برېښنايي سوداګرۍ ۱۶ نوي دولتي مرکزونه ټاکل شوي.

د چین د سوداګرۍ وزير مرستيال چن چون جيانګ ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د ډيجیټلي اقتصاد اندازه د لومړي ځل لپاره له ۵۰ زرو ميليارډو يوانو څخه اوښتی، چې د جي دي پي ۴۱ اعشاريه ۵ سلنه يې نيولې او د چيني شکله عصري کېدو د پوره کېدو لپاره يې غښتلې خوځنده قوه برابره کړې. په دې وروستیو کلونو کې د دې هېواد د برېښنايي سوداګرۍ نوښت او پرمختګ موندلی او د اندازې او کیفيت په برخو کې زياتوالی ښيي. د برېښنايي سوداګرۍ اړوندو صنايعو د ۷۰ ميليونو کسانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او په انټرنېټ کې د پرچون سوداګرۍ اندازه په تېرو مسلسلو لسو کلونو کې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی.