د ۲۰۲۳م کال د چين دنړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د سپتمبر په درېيمه نېټه د بېجينګ په شو ګانګ زون کې روان دی.
سږکال د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له ۱۰مې کليزې سره برابر دی. د شو ګانګ زون په دوهم ډګر کې، د پاکستان، ايران، مغولستان، ګانا، کوته ديوا، اندونيزيا او ويتنام په شمول د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۳۳ پرتو هېوادونو ځانګړي تولیدات په نندارو کې نندارې ته وړاندې شوي دي، چې په چين کې د ۳۳ هېوادونو د سفارتونو لخوا جوړېږي. نندارچيان ور څخه د بېلابېلو هېوادونو کلتور پېژندلی شي.
د دې تر څنګ، په دې نندارتون کې لا هم د نڅاوو په شمول په زړه پورې نندارې روانې دي.