د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون به نړۍ ته څه ګټې ورسوي؟
CMG2023/09/03 12:36:32
شريکول:

د چين د ۲۰۲۳م د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د سپتمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوی. نندارچيان له دغه نندارتون څخه څه تر لاسه کولی شي؟ د نړۍ د نويو او پرمختللو ټېکنالوژو په اړه معلومات او د خدمتي سوداګرۍ په اړوند تازه او مستقيم فرصتونه يادې پوښتنې ته ځواب دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د نوموړي نندارتون د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ سرمشريزې ته ويډيويي وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې همکاري، ورخلاصون، نوښت او شراکت تاکيد کړی او يو ځل بيا يې نړۍ ته د چين هغه هوډ وښود، چې د لوړې کچې ورخلاصون به لا پياوړی کړي او د ورخلاصون او پرمختګ لاسته راوړنې به يې نړۍ ته ګټې ورسوي.

له ۲۴۰۰ زياتې تصدۍ، چې له دې جملې څخه څه باندې ۵۰۰ تصدۍ د نړۍ د ۵۰۰ پياوړو تصديو او مسلکونو د پياوړو تصديو په نوملړ کې دي، په دغه نندارتون کې ګډون لري. خدمتي سوداګري له تېرو څو کلونو راهيسې د نړيوالې سوداګرۍ د نوي انجين رول لوبولی دی. د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اټکل له مخې،  په ۲۰۴۰م کال کې به د نړيوالې سوداګرۍ په عمومي اندازه کې د خدمتي سوداګرۍ ونډه نيمايي برخې ته ورسېږي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد د خدمتي چارو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۶۰۰۰ ميلياډو يوانو ته نږدې شوی او په مسلسلو ۹ کلونو کې يې د نړۍ دوهم ځای نيولی دی. کورنيو او بهرنيو تصديو او سوداګرو د چيني بازار له لويې پيمانې او د صنعتي چارو له لوړوالي فرصتونه موندلي او په فعاله توګه يې په دغه نندارتون کې ګډون کړی.

چين به د مخابراتو، سيلانيزو چارو، قانون او د مسلکي دندو د ازموينو په شمول خدمتي چارو کې د ورخلاصون کچه لوړه کړي، د ښه کيفيت لرونکو خدمتونو واردات به لا زيات کړي او پر پوهنې متمرکز صنعت په برخه کې به د خدمتي چارو صادرات وهڅوي. نړۍ به د چين له دغو نويو تدبيرونو څخه ګټې واخلي. د څېړوونکو اټکل ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې به د چين د ښاري او کليوالو اوسېدونکو په لګښتونو کې د خدمتي چارو ونډه ۵۰ سلنې ته لوړه شي، چې دغه ونډه په ۲۰۲۲م کال کې ۴۳ اعشاريه ۲ سلنه وه. د دغې ونډې لوړوالی به مصرفي بازار ته د نږدې لسو زرو ميليارډو يوانو په اندازه زياتوالی راولي.

د خدمتي سوداګرۍ پرمختګ ښې زمينې ته اړتيا لري. چين د اصلاحاتو او  ورخلاصون د تطبيق له ۴۵ کلونو راهيسې د خدمتي چارو بازار ته پر ننوتنې محدوديتونه ګام په ګام کم کړي دي. په ۲۰۲۲م کال کې د چين بازار ته د بهرنيو پانګونو د ننوتنې په منفي لېست کې د محدوديت مادې ۳۱ ته راټيټې شوې چې له دې جملې څخه ۲۳ مادې په خدمتي چارو پورې اړه لري.

شي جين پينګ د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ سرمشريزې ته وينا کې ډيجيټل، ځيرکتيا او زرغونتوب د خدمتي چارو د پرمختګ تمايل بللی. په ۲۰۲۲م کال کې د چين د ډيجيټلي خدمتي چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت ۲۵۱۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۷ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي. د چيپ ټېکنالوژۍ، د سوږمکيو له خوا د لارښوونکي سيستم او AI په شمول تازه پايلې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي.

سږ کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د چين د لوړې کچې د ورخلاصون يوه مهمه صحنه بلل کيږي او د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ او نړيوال اقتصاد د پرمختګ په هڅولو کې يې د چين خدمتونه ثبت کړي.