په اسرائيل کې د اريتريايي کډوالو او پوليسو ترمنځ د شخړې له کبله ۱۶۰ کسان ټپیان شوي
CMG2023/09/04 10:54:57
شريکول:

د اسرائيل د بېړنۍ ژغورنې ادارې او پوليسو خبر ورکړی، چې د سپتمبر په دويمې نېټې په پلازمېنې تل ابيب ښار کې د سيمه ييزو پوليسو او اريتريايي کډوالو ترمنځ شخړه شوې، چې له امله يې ۱۶۰ کسان ټپیان شوي دي.

په ټپيانو کې د ۱۵ کسانو وضعيت نازک او د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د اسرائيل خبري رسنيو ويلي، د ورځې په پېل کې ګڼ شمېر ايرتريايي کډوالو په اسرائيل کې د ايريتريا سفارت ته نږدې لاريون کړی او ځينو مظاهره کوونکو په زور د لارې پر غاړو دوکانونه لوټ او موټرونه ويجاړ کړي دي.

اسرائيلي پوليسو ويلي، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه اړ شوي، چې د لاريوالو د تيت پرک کولو په موخه هوايي ډزې وکړي او پر وړاندې يې ربړي ګولۍ، سر ګرځونکی ګاز، اوښکې بهوونکی ګاز او ځينې نور مهمات وکاروي.

پولیسو ويلي، ۳۹ مظاهره کوونکي يې نيولي هم دي.