د سره صليب نړيوالې کمېټې رئيسه: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوالو بشري چارو لپاره پراخ خدمتونه برابروي
CMG2023/09/04 11:19:03
شريکول:

د سره صليب نړيوالې کمېټې رئيسې ميريانا شيپلياريچ په وروستيو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې په زياتو هېوادونو او سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو حالات ښه شوي او دا یې د پرمختګ د هڅونې يو مهم وړانديز بللی دی.

نوموړې ويلي، چې یو کمربند او یوې لارې وړانديز د نړيوالو بشري چارو لپاره پراخ خدمتونه برابر کړي دي.

ميريانا شيپلياريچ په جينوا کې د سره صليب نړيوالې کمېټې په عمومي مقر کې له چيني خبري رسنيو سره مرکه کړې او ويلي يې دي، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له بشري روحيې سره سمون لري او جنګ ځپلو ته دوامدارې مرستې برابروي.

ميريانا شيپلياريچ پر انسانانو او ټولنې د اقليمي بدلون اغېزو ته هم اشاره کړې او بېوزلي، زورزياتی، شخړې او اقليمي بدلون يې يوه ګډوله او اړيکې يې ډېرې ټينګې بللې دي.

نوموړې ويلي، چې شخړې هميشه په هغو ځايونو کې رامنځته کېږي، چې اقتصاد يې پر کرنيزو چارو تکيه لري او په وينا يې، په زياتو ځايونو کې د بېوزلۍ له امله نښتې رامنځته شوي او د طبيعي مصيبتونو له امله بېوزلي ډېره شوې ده.

ميريانا شيپلياريچ  په خپلو خبرو کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له جنګ ځپلو او بېوزلۍ ځپلو سيمو سره مرسته وکړي، د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونو کې پانګونه زياته کړي او پر يادو سيمو د اقليمي بدلون اغېزې کمې کړي.

نوموړې زياته کړې، چې د سره صليب نړيواله ټولنه له چين سره ټينګې او اغيزمنې همکارۍ لري او هېله يې څرګنده کړې، چې خپلمنځي ډيالوګ يې نور هم پياوړی شي.