د نايجريا ولسمشر بولا ټينوبو د سپتمبر په ۲مې نېټې يو فرمان صادر کړی، چې له مخې يې په بهرنيو هېوادونو کې نایجريايي مسلکي او غير مسلکي ډيپلوماتان هېواد ته وربللي دي.
د نايجريا ولسمشرۍ دفتر په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر بولا ټينوبو په بهرنيو هېوادونو کې د نايجريا د سفارتونو او قونسلګريو د اوسنيو حالاتو له جدي څيړنې وروسته ياد فرمان صادر کړی دی.
په اعلاميې کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته هم اشاره شوې، چې ټاکل شوې د روانې مياشتې په وروستيو کې تر سره شي او پکې ويل شوي، چې نايجريا ته د بهر مېشتو نایجريايي ډيپلوماتانو د تګ له امله به د ملګرو ملتونو د نيويارک او جينوا استازنځايونو کې د نايجريا استازي ګډون ونه لري.