نړیوال د خدماتي سوداګرۍ په تړاو د شي جین پینګ هڅې ستايي
CMG2023/09/04 14:59:07
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲مې نېټې د چین د خدماتو سوداګرۍ نړیوال نندارتون په اړه د ګردې نړۍ د خدماتو سوداګرۍ سرمشریزې ته وینا وکړه. د بېلا بېلو هېوادونو شخصیتونو وویل، د رئیس شي جين پينګ له وینا څخه د لوړې کچې ورخلاصون د پرمخ بېولو او له نړۍ سره د پرمختګ فرصتونو د شریکولو په هکله د چین ټينګ هوډ ښکاري چې د مختلفو هېوادونو لخوا د نړیوالو اقتصادي ننګونو سره د ګډې مقابلې او د سمسور راتلونکي جوړونې لپاره باور او قوت برابروي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، سږ کال د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کېدو له ۴۵مې کلیزې سره برابر دی. چین به د لوړې کچې پر پرانیستې او ورخلاصون ټينګار وکړي، په باکیفیته پرمختګ سره د چین شکله عصري کېدو بهیر به پرمخ بوزي او د مختلفو هېوادونو د پرانیستې او همکارۍ لپاره به نوي ګټور فرصتونه برابر کړي.

په چین کې د برېټانیې سوداګریز استازي تام دوک د رئیس شي جين پينګ خبرو تر اورېدو وروسته وویل، چین د لوړې کچې ورخلاصون پرمخ بېول به د برېټانیې په شمول ډېرو هېوادونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي، تمه لرو چې له چین سره همکارۍ به د نړۍ نورو زیاتو تصدیو او خلکو ته ګټې ورسوي.

برېټانیا د سږ کال د خدماتو سوداګرۍ نندارتون عمده مېلمه هېواد دی او نندارتون ته يې پیاوړی پلاوی لېږلی دی. ښاغلي تام دوک وویل، برېټانیا د خدماتو سوداګرۍ په برخه کې له چین سره یو د بل کمښت پوره کولای شي، تمه لرو چې د تخنیکي خدماتو په برخه کې د چین شکله عصري کېدو له بریالیتوبونو څخه ګټې واخلو.

د سینګاپور مبصر منګ ده شنګ وویل، د خدماتو سوداګرۍ له نندارتون څخه ښکاري، چې په دغه برخه کې د چین ملګري مخ په زیاتېدو دي. د نړۍ زیاتره هېوادونه پرانیسته او همکارۍ غواړي. اوس د نړیوال کېدو بهیر له ننګونو سره مخ دی، د ځينو کسانو ګټې ساتل او یا د ګردې نړۍ د زیاتره کسانو ګټې ساتل کېږي، دا یو انتخاب ګڼل کېږي.

اوس د خدماتو چارې او سوداګرۍ د چین د لوړې کچې پرانیستې او ورخلاصون مهمه برخه ده. تازه شمېره ښيي، چې د سږ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د چین د خدماتو چارو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۳۶۶ تریلیونو، ۶ میلیارډو او ۹۱۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی چې شاوخوا له ۵۲ تریلیونو، ۳ میلیارډو او ۸۴ میلیونو امریکايي ډالرو سره برابر و. دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۸،۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د سعودي عربستان اجلان وروڼه شرکت تېر کال پر لومړي ځل د خدماتو سوداګرۍ په نندارتون کې ګډون کړی او سږ کال يې د خپل نندارځای پراخوالی نور زیات کړ. د دغه شرکت مرستیال مدیر محمد ایر اجلان وویل، د خدماتو سوداګرۍ نندارتون د چین د لوړې کچې پرانیستې او ورخلاصون د بریالیتوبونو د ښکارولو مهمه کړکۍ ده او د بېلا بېلو هېوادونو تصدیو د نړیوالې همکارۍ او تبادلې لپاره یوه صحنه برابروي.

نوموړي وویل، سږ کال د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د وړاندې کېدو ۱۰ مه کلیزه ده. د خدماتو سوداګرۍ سږنی نړیوال نندارتون د خدماتو چارو د ډیجيټلي کېدو بریالیتوبونه ښکاري او د یو کمربند او یوې لارې نوښتګرې همکارۍ به پرمخبوزي. په راتلونکي کې خامخا د منځني ختیځ نورې زیاتې تصدۍ به له چیني تصدیو سره همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي. چین د باکیفیته خدماتو واردات زیاتوي او د پوهنې خدماتو چارو صادرات هڅوي، دا به د مختلفو هېوادونو د چارو جوړښت د ښه والي او عصري کېدو بهیر وهڅوي.