شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د عدليې وزيرانو لسمې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/09/05 14:50:39
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مې نېټې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د عدليې وزيرانو لسمې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په ۲۰۱۳م کال کې د عدليې وزيرانو د غونډې ميکانيزم له جوړېدو راهيسې د شانګهای پر روحيې ټينګار او يو د بل ملاتړ کړی، د خپلو هېوادونو قانوني ابادۍ ته يې پرمختګ ورکړی، د حکومتونو ترمنځ د عدلي چارو تبادلې او متقابلې زده کړې يې پياوړې کړي، د قانوني خدمتونو په برخه کې يې همکارۍ کړي او د نړيوال سيسټم او د نړيوال نظام په ساتلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د عدليې وزيرانو لسمه غونډه د چين د عدليې وزارت په کوربتوب د سپتمبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې پرانيستل شوې ده.